خبره استاد روهي اړيكي ارشيف
د ورځې تودې خبرې او تازه خبرونه   احمدي نژاد د افغانستان په چارو کې دخپل هيواد لاسوهنه رد کړه    رنګين دادفتر سپنتا: په هيواد کې دروان تاوتريخوالې پلان د پولې هاغاړې جوړيږي    خوست ولايت كې هغه كورنه ونړل شول چې د مهاجرينوپه نوم پردولتي ځمكه جوړ شوي وو    ننګرهار ،لغمان او پروان ولايتونوکې باران اوسيلاو ديرش تنه مړه کړي او ګڼو خلکو ته يې درانه تاوانونه اړولي د ي     دهيواد ولسمشر حامدکرزي دپاکستانى الوتکې پر رالويدو خواشيني څرګنده کړي     په پاکستان کې دپرله پسې باران له کبله يوسل اته تنه مړه او لسګونه تنه ټپيان او تري تم شوي دي    کونړ: کې اورښتونوبيسارې زيانونه اړولې .    پکتيا- د ښځو کلتوری مرکز ودانۍ جوړه شوه     ډېوېډ کامرون : له ترهګرۍ نه د پاکستان ملاتړ د منلو وړ نه دی    د فرانسې پخواني دفاع وزير له افغانستان څخه د دوی د سرتيرو د سملاسي وتلو غوښتنه کړې    د افغانستان په لويديځ کې دوه ايټالوي سرتيري وژل شوي     کونړ کې داورښتونوله امله خلکوته درانه ځاني اومالي زيانونه اوښتي    د خوست ولايت په څو بېلابېلوسيموكې يوځل بياسيلابونو يوشمېركسان مړه كړي     له کونړ وﻻيت څخه بېلابيل خبرونه    کپتان راشد لطيف د افغانستان کريکټ د ملي لوبډلې د بيټنگ د څانگې د روزونکي په توگه وگمارل شو    په خيبر پښتونخواکې دپاکستاني ځواکونو او وسله والو ترمنځ په تازه نښتوکې مرګ ژوبله شوې    د ((ويکي ليکس )) بنسټ اېښودونکی د نيول کيدلو څخه اندېښنه لري    رحمان ملک : په بلوچستان کې د دولت ضدڅلور پوځه شتون لري    پاکستان : تر2012 ز کال پورې به ټول افغان کډوال بېرته ستانه کړي    البانيا 115 نور پوځيان د روزونکو په شمول افغانستان ته ليږي  
کانديداکادميسين سرمحقق محمدصديق روهي
د استاد محمد صديق روهي په هكله لنډ معلومات

چې پيدا شوې تا ژړل خلکو خندا کړه    -    داسې مړ شه چې ته خاندې خلک ژاړي!
 

محمد صديق روهي څوک و؟
خدای بخښلی محمد صديق روهي د محمد حسين خان زوی په کال ١٣١٣ ل. ل. کې د خوست وﻻيت مرکز د حيدرخېلو د سموات په کلي کې نړۍ ته سترګې سپړلې او ﻻ ماشوم و چې د ورور او خونيدو سره يو ځای د مور، پلار له مينې بې برخې شوی و.

لومړنۍ زده کړې يې د وخت د اسماعيل خېلو او مندوزويو په لومړني ښوونځي ( اوسنی سړبن ليسه) کې، منځنۍ زړه کړه يې د کابل په دارالمعلمين او په کال ١٣٢٧ ل. ل. کې کابل پوهنتون له ادبياتو پوهنځي څخه فاروغ شوی و. د ١٣٤٧ ل. ل. په وروستيو کې د لبنان د بېروت په پوهنتون کې شامل او همدلته يې د ماستري دوره په پوره بري بشپړه کړې وه.
ارواښاد روهي د خپل علمي- فرهنګي او ادبي ژوند په خورا لنډه موده کې د دارالمعلمين او پوهنتون د استاد، د بېلا بېلو، نشراتي ارګانو (مجلو) د مسوول چلوونکي، د بېلو بېلو علمي – فرهنګي مرکزونو د مشر او رئيس، د وخت د پښتو ټولنې (اوسنی د افغانستان د علومو اکاډمي) د مرستيال او رئيس او د خوشحال د فرهنګي ټولنې د مشر په توګه هېواد او هېوادوالو ته غوره او ګټور خدمتونه کړي دي.
خدای بښلي روهي د يوه علمي، فرهنګي او ادبي شخصيت په توګه په ډېرو ژبو پوهېده او په دوو رسمي ژبو (پښتو، دري) يی زياتې علمي، ادبي او ميتوديکي مقالې او اثار ليکلي دي چې د ځېنويې په ﻻندې ډول يادونه کوو:
١ – د څېړنې ﻻرښود – پښتو ټولنه د ١٣٥٤ .ه.ش کال چاپ
٢- پښتو په بېلګه کې – پښتو ټولنه د ١٣٥٧ .ه.ش کال چاپ
٣- ادبي څېړنې - پښتو ټولنه د ١٣٦٠.ه.ش کال چاپ
٤- د ژبې ښودنې مسألې – د افغانستان د علومو اکاډمي د ١٣٦١.ه.ش کال چاپ
٥- د ادبي او فولکلور په باره کې د چاپ او خپرولو دولتي کمېټه د ١٣٦٥.ه.ش کال چاپ
٦- پښتو معاصر ادبيات- د ماستری دورې له پاره کابل پوهنتون د ١٣٦٧.ه.ش کال چاپ
٧- فولکلور پېژندنه – د افغانستان د علومو اکاډمي د ١٣٦٥ .ه.ش کال چاپ
٨- د روښاني غورځنګ ماهيت – نا چاپ
٩- د دوولسم ټولګي له پاره د ادبياتو تاريخ نا چاپ
١٠- شعر پېژندنه – د ناهيد کتاب خپرولو موسسه د ١٣٧٥ .ه.ش کال چاپ د ﻻهور چاپ
١١- جنګ داخلی افغانستان چګونه پايان خواهد يافت؟ د آزاد افغانستان د ليکوالو ټولنه د ١٣٧٥.ه.ش کال چاپ پيښور چاپ
١٢- رنګين تعبير – د دانش کتاب خپرولو موسسه پېښور – ١٣٧٧ .ه.ش کال چاپ
له نېکه مرغه اوسمهال په خوست کې د يو شمېر وتلو فرهنګي ځوانانو په زيار اونوښت د محمد صديق روهي فرهنګي ټولنه جوړه شوې ده . دې ټولنې که د يوې خوا د خپلو فرهنګي – ادبي ګټورو فعاليتونو په لړ کې د مرحوم روهي روح ښاد او نوم يې ژوندی ساتلی، دغه راز دا هيله هم شته چې د نوموړي ناچاپ شوي آٌثار به هم په خپله موقع خپاره کړي.
ارواښاد محمد صديق روهي سر بېره پر دې چې د سر محقق او کانديد اکادميسن لوړې علمي رتبې يې
در لودې، د افغانستان د ليکوالو انجمن له خوا د ( کارمند شايسته فرهنګ) لقب هم تر ﻻسه کړی و.
نوموړی په ١٣٧١.ه.ش کال کې د علاج له پاره لومړۍ هند، بيا روسيې، اوکرائين او په پای کې جرمني ته ﻻړ او د ١٩٩٦م.کال د مۍ په مياشت کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله، بدبختانه په روغتون کې له وخته مخکې د نړۍ سترګې پټې کړې او جنازه يې د هغه هېواد د مونشن ګلا دباخ په ښار کې امانت خاورو ته وسپارل شوه، وروسته د ﻻزمې موقع په برابريدو سره هېواد ته انتقال او په ډېر درناوي سره په خپله پلارڼۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شوه .
نوموړي منځمنۍ ونه، ساړه دماغ درلودل او پر شنډو به يې تل موسکا خواره وه.
اوس مهال سره له دی چې خدای بښلي زموږ سره په فزيکي لحاظ نه شته ، خو په معنوي لحاظ يې زموږ فرهنګي – ادبي ناستي تل تاوده ساتل دي.


د ده ياد تل پاتې او خاِِطرې يی نه هيريدونکې او هميشنۍ دي.
موږ د ستر رب (ج) پيدايښت يو او ستر رب (ج) ته به ورځو.
روح دې ښاد وي.
 

احمدي نژاد د افغانستان په چارو کې دخپل هيواد لاسوهنه رد کړه / همايون حبيبي
رنګين دادفتر سپنتا: په هيواد کې دروان تاوتريخوالې پلان د پولې هاغاړې جوړيږي / همايون حبيبي
خوست ولايت كې هغه كورنه ونړل شول چې د مهاجرينوپه نوم پردولتي ځمكه جوړ شوي وو / اسدالله نصرت
ننګرهار ،لغمان او پروان ولايتونوکې باران اوسيلاو ديرش تنه مړه کړي او ګڼو خلکو ته يې درانه تاوانونه اړولي د ي  / مسيح الله (عصام)
دهيواد ولسمشر حامدکرزي دپاکستانى الوتکې پر رالويدو خواشيني څرګنده کړي  / مسيح الله (عصام)
په پاکستان کې دپرله پسې باران له کبله يوسل اته تنه مړه او لسګونه تنه ټپيان او تري تم شوي دي / مسيح الله (عصام)
کونړ: کې اورښتونوبيسارې زيانونه اړولې . / عصام
پکتيا- د ښځو کلتوری مرکز ودانۍ جوړه شوه  / روح الله سمون
ډېوېډ کامرون : له ترهګرۍ نه د پاکستان ملاتړ د منلو وړ نه دی / زيږ اڅړ
د فرانسې پخواني دفاع وزير له افغانستان څخه د دوی د سرتيرو د سملاسي وتلو غوښتنه کړې / زيږ اڅړ
په سويډن کې د پښتنو د پاملرنې وړ / .
داسلامي بانکدارۍ تاريخي پس منظر / مصطفی نیازی
د ځان دفاع واجب ده / صادق افغان
د کابل وﻻيت څخه ولسي جرګې ته مستقل کانديد ډاکټر اضغرخيل منګل لنډه پېژندنه / .
د ولسي جرگې د ټاكنيزو مبارزو په هکله د پوهنې وزارت خبرتيا / .
 
لومړۍ پاڼه | زموږ خبره | استاد روهي | زموږ سره مو اړيكي
Copyright © www.rohi.af All rights reserved mdweyal@gmail.com 2006-2010 Designed by Rohi.af