ليكوال: عبدالودودپښتونځار / نېټه: 14.01.2008 / خپرونكئ: /
 

کابل کې دعلامه عبدالحى حبيبي دوه ورځنى سيمينارپاى ته ورسېد

 

عبدالودودپښتونځار،

٢٣ مرغومى، ١٣٨٦هـ ش:

دلوى استادپوهاندعلامه عبدالحى حبيبي،دزوکړې دسلمې کليزې په وياړدوه ورځنى سيمنيار،دمرغومي پردرويشتمه دماسپښين پرڅه دپاسه درې بجوپاى ته ورسېد.

 

دغه سيميناردکابل ښاردمکروريانوپه سيمه کې،ازادۍ مطبعې ته څېرمه،په کابل هوټل کې جوړشوى و.

 

دسمبالښت چارې يې دافغانستان دعلومواکاډمۍ لخواد(خواخوږي دابي اوکلتوري ټولنې) په مرسته ترسره شوې.

 

په سيمينارکې کابودوه نيم سوه کسانوبرخه اخيستې وه،چې ځينويې په سيمنارکې خپلې مقالې ولوستې،چې په دې کې:ښاغلى استادسيال کاکړ، دال انډياراډيوپروډيوسرښآغلى يوسفزى،دعلومواکاډمۍ رئيس ښاغلى راشد،سرڅېړونکي مرستيال نصرالله ناصر،نيلاب رحيمي، الحاج غرزي خواخوږى،سرڅېړونکى عبدالواجدواجد،پوهنيار ګل احمديما،دسرڅېړونکي مرستيال سيدعلي شاه روستايار،سرڅېړونکى نصرالله سوبمن، محقق ميرمحمدشريف پاکراى،سرڅېړونکى عبدالله بختانى خدمتګار، دلمبې مجلې چلوونکى محمدصادق ژړه ک،سرڅېړونکى نصرالله سوبمن،ښآغلى خليل الله اورمړ،استادحبيب الله رفيع، ښآغلى بايزيد اڅک،ښآغلى محمد اصف ګلزاد، دښاري پراختياوزيرانجنيريوسف پښتون، ښآغلى محمدعارف غروال اوځينې نورپوهان شامل وو.

 

پوهان داستادعلامه عبدالحى حبيبي دژوندانه پربېلابېلواړخونو،اثارو،ملي وحدت ته پرژمنتيا،پښتو-پارسي ژبواوسيمې ته پرخدمت، ژبپوهنې، تاريخ پوهنې، لرغونپوهنې،شعرونو،اخلاقو،لمنليکنې، څېړنې، سياسي مبارزې اوپاکستان ته پرکډه کېدلواونورواړخونووغږېدل.

 

په سيمينارکې ځينوپوهانوته دمقالو،لوستلووارى ، ورنه غى خودعلومواکاډمۍ ورسره ژمنه وکړه چې مقالې به يې دسيمينارپه ټولګه کې چاپوي.

 

همداشان په سيمينارکې دولسمشرحامدکرزي په ګډون دځينووزارتونواوټولنوپيغامونه هم ولوستل شول.

 

دسيمينارپه پاى کې دګډونوالولخوايوه پرېکړه هم ومنل شو.پرېکړه ليک کې له حکومت نه غوښتل شوي وو،چې  دلوى استادمړى دې له اوسنۍ هديرې نه کابل پوهنتون ته ولېږدول شي.هلته دې  ښخ کړاى شي اومزار دې پرې جوړشي.دپرېکړه ليک داماده له مخالفت سره مخامخ شوه اوپرځاى يې بديله ماده ومنل شوه،چې  په هديره کې به يې مزارپه ښـه ډول جوړ شي.

 

همدارازپه پرېکړه ليک کې غوښتل شوي،چې داستادمقالې دې دکتاب په بڼه چاپ شي.دلوى استاد،دکابل اوکندهارکورونه دې ملي  وګرځول شي اوموزيم دې ترې جوړ شي.داستاد په نامه دې  يوه جايزه وټاکل شي اوپه نامه دې ورته يوځانګړى تعليمي مرکزهم جوړشي.

 

په پرېکړه ليک کې راغلي،چې دسيمينارټولې ويل شوې اوپاتې ليکنې دې په يوې ټولګه کې راونغاړل شي  اوهم دې په کابل پوهنتون کې يوه تدريسي خونه داستاد په نامه ياده شي.

 

 هېره دې نه وي، چې دسيمينارپه اوږدوکې دعلومواکاډمۍ، خواخوږي ادبي کلتوري ټولنې اوښاغلي محمدصادق ژړه ک اوځينونورولخوايوشمېرکتابونه هم ووېشل شول.

 

 

د همدې برخې نورې ليكنې
-----------------------------------------------------------------------------------
ننګرهار:د ښه کمپوزګر ضمير علمدوست ويرغونډه......رغاند
دسولې مشورتی جرګې پریکړه لیک......
دمېرمن بهیر د1388 وروستۍ غونډه...طوبی ندا
دميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهير د ۷۸ رپوټ...جميله صافۍ
د ننګرهار په چمتلې دښته کې پر دولتي ځمکو تالان روان دى....دروېش
د پوهاند زيار ا وښاغلي کاروان وياړ غونډه....
داوباما دنوې ستراتیژۍ په اړه د طالبانو مطبوعاتي څرګندونې.......
د ميرمن كلتوري ـ ټولنيز بهير...پاریسه خزان
په ننګرهار کې د زيتونو حاصلات ډېر شوي!...شمه احمدزۍ_ننګرهار
زه داسې خوار لکه د خپل کلي بې وسه اختر.......ارشادرغاند
بېرته شاته
-----------------------------------------------------------------------------------
تبصره
 
كور پاڼه | زموږ خبره | استاد روهي | زموږ سره مو اړيكي
Copyright © www.rohi.af All rights reserved mailrohi@gmail.com 2006-2010 Designed by Rohi.af  Купить Аксессуары для мобильных телефонов оптом Аксессуары для мобильных телефонов оптом  Купить Аксессуары для сотовых телефонов оптом Аксессуары для сотовых телефонов оптом обложки для документов