ليكوال: عبدالودودپښتونځار، / نېټه: 13.01.2008 / خپرونكئ: /
 

علامه عبدالحى حبيبي سيمنيارپيل شو

عبدالودودپښتونځار، دمرغومي دوه ويشتمه:
دلوى استادعلامه عبدالحى حبيبي دزوکړې دسلمې کليزې په وياړ دوه ورځنى ، سيمه ييزڅېړنيز سيمناردکابل ښار دمکروريانوپه سيمه کې،ازادۍ مطبعې ته څېرمه، په کابل هوټل کې، پرلسوبجوشاوخوابآندې  پيل شو.

نوموړى سيمنياردافغانستان دعلومواکاډمۍ دژبواوادبياتومرکز لخوادخواخوږي ادبي اوکلتوري ټولنې په مرسته جوړشوى،چې يوه ورځ به بل هم دوام وکړي.

دلومړۍ ورځې دغونډې په اوله برخه کې دقران عظيم الشان له تلاوت نه وروسته،دولسمشرحامدکرزي،دلوړوزده کړودوزارت،داطلاعاتوفرهنګ وزارت،دقومونو،قبايلواوسرحدونووزارت، دکابل پوهنتون، دښوونې اوروزنې پوهنتون،دکوټې نه پښتوادبي غورځنګ اوځينونورادارو پيغامونه ولوستل شول اوورپسې دمل پاسوال شاه عالم څپاندلخواداستادپه اړونديوشعرهم ولوستل شو.

دولسمشرحامدکرزي په پيغام کې لوى استاد، دسيمې يوپياوړى علمي څېره ګڼل شوې اودسيمينارپرجوړونې خوښي ښودل شوېده.
په پيغامونوپسې ګڼوپښتنواوپارسي ژبوليکوالانو: له کوټې نه راغلي مېلمه استادسيال کاکړ، دال انډياراډيوپروډيوسرښآغلي يوسفزي، دعلومواکاډمۍ رئيس ښاغلي راشد،سرڅېړونکي مرستيال نصرالله ناصر،نيلاب رحيمي، الحاج غرزي خواخوږي، سرڅېړونکي عبدالواجدواجد،پوهنيار ګل احمديما،دسرڅېړونکي مرستيال سيدعليشاه روستايار،سرڅېړونکي نصرالله سوبمن، محقق ميرمحمدشريف پاکراى، سرڅېړونکي عبدالله بختاني خدمتګار، دلمبې مجلې چلوونکي محمدصادق ژړک اوځينونوروليکوالانو هم خبرې وکړې.اودعلامه عبدالحى حبيبي دژوندانه پربېلابېلااړخونو،اثارو،ملي وحدت ته پرژمنتيا،پښتو-Ù
 �ارسي ژبواوسيمې ته پرخدمت اودهغوى پرسياسي هلوځلوباندې رڼاواچول شوه.

دلومړۍ ورځې غونډه دماسپښين پردرېيوبجواوپنځه لسودقيقو پاى ته ورسېده.اوبله ورځ به يې دګهيځ پرنهوبجوپيل شي

د همدې برخې نورې ليكنې
-----------------------------------------------------------------------------------
ننګرهار:د ښه کمپوزګر ضمير علمدوست ويرغونډه......رغاند
دسولې مشورتی جرګې پریکړه لیک......
دمېرمن بهیر د1388 وروستۍ غونډه...طوبی ندا
دميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهير د ۷۸ رپوټ...جميله صافۍ
د ننګرهار په چمتلې دښته کې پر دولتي ځمکو تالان روان دى....دروېش
د پوهاند زيار ا وښاغلي کاروان وياړ غونډه....
داوباما دنوې ستراتیژۍ په اړه د طالبانو مطبوعاتي څرګندونې.......
د ميرمن كلتوري ـ ټولنيز بهير...پاریسه خزان
په ننګرهار کې د زيتونو حاصلات ډېر شوي!...شمه احمدزۍ_ننګرهار
زه داسې خوار لکه د خپل کلي بې وسه اختر.......ارشادرغاند
بېرته شاته
-----------------------------------------------------------------------------------
تبصره
 
كور پاڼه | زموږ خبره | استاد روهي | زموږ سره مو اړيكي
Copyright © www.rohi.af All rights reserved mailrohi@gmail.com 2006-2010 Designed by Rohi.af  Купить Аксессуары для мобильных телефонов оптом Аксессуары для мобильных телефонов оптом  Купить Аксессуары для сотовых телефонов оптом Аксессуары для сотовых телефонов оптом обложки для документов