زموږ خبره
 
زموږ سره مو اړيكي

 د زيات سليزو په اوږدو کې يوه له هغو سيمو څخه چې د مرکزي دولتونو له نِظر، توجه او پام اړونې په يو مخيز ډول لېری پاتې شوي په پخواني پکتيا پورې مربوط وﻻيتونه اوله هغې نه خوست دی.
اوس پر خوست د پاکستان له لورې څو اکماﻻتي او د غزني او کابل ﻻرې راخلاصې او ددې لارو د خوراکي او لومونۍ اړتيا وړ نورو موادو د لېږد رالېږد له کبله يې د ختيځ او سرهيل ختيځ له لورې تر تورخم وروسته ددې سرحدي وﻻيت اهميت خورا لوړ کړی دی. بيا هم دا سيمه دومره د پامه لېرې غورزول شوې چې په يوويشتمې پيړۍ کې هم ورته آن د لويې لارې پخولو ته چې د ترانزيت کېدو آوازې يی هم زمزمه کېږی اقدام نه کېږی. پس د يوې داسې له نظره لويدلې سيمې په آسمان کې د دغه شان ځلانده ستوري را پيدا کېدل لکه صديق روهی يو له هغو کسانو څخه دی چې د ګوتو په شمار به وي. د ده دوستان، زده کوونکو او د علمي او فرهنګي آثارو مينه وال په بېلو، بېلو بڼو او ځايونو کې هڅه کوي چې ددې ستوري ځلا ځلانده پاته شي. موږ هم ددې تل پاتې ستوري د ځلانده پاتې کېدو په مقصد همدا سايت پرانيزو غواړو په همدې منظور په هڅو او هاند کې ځانونه ور شريک کړو. پاتې دی نه وي چې د خدای بښلی روهی د ستر شخصيت بيان په دې ځو ټکو او ځغلنده نظر سره چی مخکې مو يادونه وکړه ناشونی دی.
د سايت له دندو به يوه هم دا وي چې دا شخصيت، د ده غوره آشاره د ليکنې او بيان سبک ... لکه څنګه چې ښايي په هر اړخيزډول مينه والو ته وروپېژني.
په سايت کې د روهي په اړه او نورو راز، راز علمي – فرهنګي او ادبي ليکنو زياته برخه ښايي په پښتو ژبه اوسي. په داسی حال کې چې موږ د هېوادالو ژبو ته د زړه له کومې درناوی لرو پورتنۍ هڅه به مورنۍ – پښتو ژبې ته هم يو نا چيزه غونده خدمت وي.
سايت به مينه والو ته دا موقع په لاس ورکړی چې خپل استعدادونه او وړتياوې وازمايي او د په زړه پورې او ګټورو مقالو او بېلا، بېلو مطبوعاتي ژانرونو په پکارونو سره خپل دين ادا کاندي.
په سايت کې به د ورځې خبرونه، علمي، فرهنګي او ادبي ليکنې، د کمپيوتر د زده کړې ځانګړی پروګرام ، روغتيا يي او د علمي او ادبي بحثونو برخه ځای ولری.
پاتې دې نه وې چې سايت په هيځ سياسي ګوند او ډلې پورې اړه نه لری او له هره حيثه خپلواک دی.

ستاسو د همکاريو په هيله
د روهي ويب پاڼې مسئول
ډاكتر نيك محمد ويال
mob.tel: 007926-711-24-49
tel/fax: 007495-319-91-01
mdweyal@gmail.com



بېرته شاته
 
كور پاڼه | زموږ خبره | استاد روهي | زموږ سره مو اړيكي
Copyright © www.rohi.af All rights reserved mailrohi@gmail.com 2006-2010 Designed by Rohi.af       обложки для документов  обложки для документов оптом  аксессуары для сотовых телефонов оптом  аксессуары для сотовых телефонов  аксессуары для мобильных телефонов оптом  аксессуары для мобильных телефонов  аксессуары для мобильных телефонов опт  травма колена  травма колена лечение  Pashto news